د امرېکا د ساحلې گارډ ېوه کښتئ چه بشري مرستې په کې بار دي نن د گورجستان د باټومی بندر ته ورسېدله او هلته یې لنگر واچوه په ډلاس نومې دې کښتئ کې د هغو خلکو لپاره مرستی بار دي چه په گورجستان کی د روسې د نظامی قواو دعملېاتو په نتېجه کی بی کوره شوي دي.
د روسې او لوېدېزو هېوادونو تر منځ تاو ترېخوالی او تشنج وروسته د هغې زېات شوی دی چه روسېې جنوبی اوسېتېا او ابخازېه په رسمېت وپېژندل. خو روسېه واېې چې گورجستان سره د اوربند په باب په خپل قول باندی ولاړه ده
د کرېملېن د ېوې مطبوعاتي وېنا په اساس جمهور رېس مېډېوېډېف نن دالمان دصدراعظم یمېرمن انگلا مرکل سره په تلېفون باندی وغږېده او داوربند په باب ېې ورته اطمنان ورکړ. مېرمن مرکل د روسېې له خوا دابخازېه او جنوبی اوېستا د رسمېت پېژنلو په فېصلې باند ی انتقاد کړی دی.
د امرېکا د حکومت ماموران واېې چه په راتلونکو څو ورځو کی به نورې مرستی هم گورجستان ته ولېږی خو څرنگه چه دگورجستان دتوری بحېری په پوچی نومې بندر کی د روسېې عسکر اوس هم پراته دی نو فېصله ېې وکړه چې د امرېکا نظامی کښتئ به هلته لنگر نه اچوي.
د روسېې حکومت گور جستان سره د امرېکا په مرستو باندی انتقاد کړی دی او واېې چه څوک بشری مرستی په عسکری کښتېو کی نه باروی.
د سه شنبی په ورځ د روسېې حکومت د ابخازېه او جنوبی اوسېتېا د رسمېت پېژندلو دفېصلې نه هم دفاع وکړه.
دغه دواړه سېمی د گرجستان دخاوری برخه ده. پرون په ملگرو ملتونو کی د روسې استازي وېتالی چرکن اعلان وکړ چه جمهور رېس مډوېډېف خارجه وزارت ته امر کړی دی چه دابخازېه او جنوبی اوسېتېا سره دې د دېپلو ماتېکی اړېکو د برقرارولو لپاره اقدام وکړي.
د امرېکا متحده اېالاتو، گرجستان او اروپاېې اتحاد د روسې په فېصله باندی ډېر سخت انتقاد کړی دی