د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزي د مرستو رسولو د جاپاني کارکونکي وژل غندلي او هغه یې د بیغیرتانو کار بللی دی.
هغه په یوه بیانیه کی چی نن د پنجشنبې په ورځ خپره شوه ویلي دي چی د کازویا ایتو قتل د افغانستان ددښمنانو کار دی.
ښاغلي کرزي دا هم وویل چی دا سی حملې به په افغانستان کی د نړۍ والي ټولني کوششونه بند نه کړی .پولیسو ددغه یودیرش کلن جاپاني مړی یوه ورځ وروسته له هغه چی د ننگرهار په ولایت کی وتښتول سو، پیدا کړ.
چارواکي وایی داسی ښکاري چی په ایتو باندی ډزي شوي وې.
هغه د پیښور کای په نامه د یوې غیر حکومتي مؤسسې سره چی په افغانستان او پاکستان کی طبي کلینیکونه لري ، کار کاوه.
له بلي خوا د امریکا په مشري ائتلاف وایی چی پرون د چهار شنبې په ورځ د افغانستان په لودیځ کی د سړک په غاړه د بم په چاودنه کی یې یو عسکر وژل شوی دی . امریکایی قواو دا هم ویلي دي چی په پکتیکا کی یې د جگړې په وخت یو یاغي وژلی دی.