د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان غڼې برتانوي کورنۍ تېښتې ته مجبوره کړه


په برتانیې کې د یوه برتانوي عسکر کورنۍ د هغې غڼې له ویرې له کوره تښتېدلي دي چې ممکنله دغه عسکر سره له افغانستان نه راغلې وي.

د عسکر میرمن وايي، له خپلو دریو ماشومانو سره به بیرته تر هغو کور ته ستنه نه شي چې دغه غڼه یې له کوره لرې شوې نه وي. دا وايي، همدغې خړ رنگې غڼې د دوی سپی وچیچه او ځای په ځای یې مړ کړ.

د برتانیې په ختیځ کې د اسیکس د ښار اوسیدونکی دغه عسکر روډني گریفیټ نومیږي چې د جون په میاشت کې هلمند ته په ماموریت استول شوی و. دده میرمن وايي، دغه وژونکې غڼه یې د میړه په بکسونو که سهواً له افغانستان نه راغلې ده.

په برتانیه کې د خطرناکو حشراتو د مخنیوي یوه ادارې ویلي، دوی باور لري چې دغه حشره غڼه ده. ددغې ادارې یوه نطاق همدارنگه ویلي چې دغه ډول غڼې انسانان ډیر سخت چیچي خو د مرگ سبب نه کیږي.

XS
SM
MD
LG