د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل امنیت افغان قواوو ته وسپارل شو


د افغانستان امنیتي قواوو د ناټو له عسکرو نه د کابل د امنیت د ساتلو دنده اخیستې ده. د کابل امنیت ددې لپاره افغان قواوو ته سپارل شوی چې وښودل شي چې د افغانستان قواوې د تقویه کېدو په حال کې دي.

د ناټو عسکر به د کابل په ځینو برخو کې خپلو گزمو ته دوام ورکوي. د افغانستان د ملي اردو د عسکرو شمیر اوس ٦٠ زرو ته رسیدلی او ټاکل شوې ده چې نور عسکر هم وروزل شي.

له بلې خوا، ائتلافي قواوي وایي چی د پاکستان سره په سرحدي سیمه کی یې دولس یاغیان د توپکو په جگړه کی وژلي دي.

په هغه بیانیه کی چی نن د جمعې په ورځ خپره شوې ویل شوي دي چی د امریکا په مشرئ ائتلافي قواو پرون د پکتیکا په ولایت کی گزمه کوله چی حمله ورباندی وشوه.

چارواکي وايي چی د ائتلاف عسکر په هغو یاغي طالبانو پسې گرځیدل چی خارجي جنگیالي د سرحد نه یوې بلي خوا ته اړوي.

د امریکا په مشري ائتلاف وایی چی عسکرو یې په تیرو څلورو ورځو کی د افغانستان په جنوب کی څه د پاسه سل تنه یاغیان وژلي دي.

چارواکو همدارنگه ویلي چې د کندز په ولایت کې د ناټو قواوو او افغان عسکرو پر هغه موټر باندې ډزې کړي چې د تالاشئ پوستې ته ونه درېده. د ډزو په نتیجه کې یو ښځه او دوه ماشومان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG