د لاس رسي وړ اتصالات

زرداري د امنیت په خاطر د صدراعظم کور ته کډه کړې


د یاغیانو د گواښونو له کبله آصف علی زرداري چی د پاکستان د جمهوري ریاست دپاره مخکښ کاندید دې ته مجبور شوی چی د صدراعظم یوسف رضا گیلاني کور ته ور کډه شي .

ښاغلي گیلاني نن د جمعې په ورځ دا خبره تایید کړه چی د پاکستان د پیپلز پارټۍ مشر آصف علي زرداري دا کار د خپل امنیت ساتلو دپاره کړی دی .

چارواکي وایی چی زرداري به د صدرا‏عظم په کور کی چی کلک امنیتي تریبات یې نیول شوي دي تر هغو واوسیږي چی د سپتمبر په شپږمه د جمهوري ریاست انتخابات کیږی .آصف علي زرداري په پاکستان کی د طالبانو د فعالیتونو بندیدل غوښتي دي .

له بلې خوا نن د جمعې په ورځ د پاکستان عسکرو په صوبه سرحد کی د یوه ځان مرگه حمله شنډه کړه .

پاکستاني مامورین وایی چی عسکرو په هغه موټر باندی ډزی وکړې چی په ډیرې چټکۍ سره یې په کوهاټ کې د سړک په غاړه د تلاشۍ یوې پوستې ته ځان ورساوه او غوښتل یې په دره آدم خیل کی په یوې اډې باندی حمله وکړي چي په دې ډزو کی په موټر کی ایښودل شوي بمونه وچاودل . په دې پېښه کی دوه ملکیان وژل شوي او تقریبا ٣٠ تنه چی عسکر هم په کې شامل وو زخمي شوي دي .

چارواکو وویل چی دا حمله وروسته له هغه وشوه چی حکومتي قواو پرون په همدې سیمه کی د طالبانو یو قوماندان د خپلو درو ملگرو سره ونیو .

XS
SM
MD
LG