د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني په افغانستان کې د ریل پټلۍ جوړوي


د جرمني یوې مجلې لیکلي چې د جرمني پوځ په افغانستان کې د اکمالاتو لپاره د ریل د پټلۍ په جوړولو غور کوي.

د شپیگل مجلې نن لیکلي چې جرمني غواړي د مزار شریف او حیرتان تر منځ ٦٧ کیلومتره د ریل پټلۍ جوړه کړي.

جرمني په مزار شریف کې او د ازبکستان د ترمز په ښار کې پوځي اډې لري. د ترمز او حیرتان تر منځ پټلۍ جوړه ده. شپیگل لیکلي چې ددغه نوي پټلۍ له جوړېدو سره به د جرمني ددغو دوو اډو تر منځ د اکمالاتو د ترانسپورت زمینه برابره شي.

شپیگل ندي لیکلي چې ددغه ریل پټلۍ پر جوړولو څومره مصرف راځي، خو پوځ هیله ښودلې چې د جرمني د پرمختگ اداره او نورې مرستندویې موسسې به ددغه پروژې له بشپړیدو سره مالي مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG