د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان صادرونکو سوداګرو وزیرانو ته خپلې ستونزی وړاندې کړې


نن د ېوې لویې غونډې په ترڅ کې د افغانستان په سلګونو صادرونکو سوداګرو نېغ په نېغه د حکومت وزیرانو او چارواکو ته خپلې ستونزی وړاندې کړې او له چارواکو یې د ستونزی د حلولو غوښتنه وکړه.

صادرونکو سوداګرو له دوی سره د پولیسو د ناسم چلند، په ادارو کې د بډو اخیستل او له ګاونډیو هیوادونو سره د ترانزیټي ستونزو نه شکایتونه کول.

دا ډول صادرونکو پانګوالو ویل چې په افغانستان کې داسې بانکونه نشته چې په لږه فیصدئ تری قرضي ټکټونه واخلي.

د افغانستان د صادراتو د پرمختیايي اداری یوه چارواکي روح الله احمد زي اشنا تلویزیون ته وویل چې ولسمشر کرزي صریح فرمان ورکړی چې هیڅوک له صادرونکو نه مالیه نه شي اخیستلای.

XS
SM
MD
LG