د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د هوایی بمباری په اړه گډه تحقیقات


د امریکا په مشری د ایتلاف ځواکونو، افغان حکومت او ملگرو ملتونو دا ومنله چې د اگست په دوه ویشتمه نیټه د امریکا د هوایی بمباری په اړه چی پکی شا و خوا نوي تنه ملکي کسان ووژل شول، په گډه تحقیقات پیل کړي.

د امریکا په مشرۍ د اییتلاف قواوی وایی په هرات کی پر بهرنیو قواو باندی د تنلارو د حملې نه وروسته دوی د هوایی عملیاتو غږ وکړ چی پکی دهغوی په قول پنځه ویشت تندلاري او پنځه تنه ملکي کسان وژل شوی دی.

ملگري ملتونه وایی دوی د حملی پر ځای کی د تحقیقاتو نه وروسته ډاډه شواهد په لاس کی لري چی د وژل شویو ملکي کسانو شمیر پکی زیات و.


XS
SM
MD
LG