د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د روژی د میاشتې په دوران کې د پوځي تهاجمي عملیاتو د بندولو غږ کړی دی


پاکستان د روژی د مبارکې میاشتې په دوران کې د هغه هیواد په شمال لویدیځ کې د اسلامي تندلارو په ضد د پوځي تهاجمي عملیاتو د بندولو غږ کړی دی، تر څو ملکیان وکړای شي چی خپلې مذهبي نمانځنې تر سره کړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک وویل د یکشنبې د شپې نه به د اکتوبر تر دوهمې پورې په سرحّدي سیمو کې پوځي عملیات په ټپه ودرول شي.

مسلمانان د نړی په گوټ گوټ کې د سپېڅلی میاشتې، د روژې د مبارکې میاشتی دپاره چمتو والی نیسي. ځیني هیوداونه د دوشنبې په ورځ د دې میاشتی نمانځنې پیل کوي.

ددی میاشتی د پیل ورځ او وخت په هر هیواد کی ځکه بیله وی چی د سپوږمۍ په لیدلو پیلیږي.


XS
SM
MD
LG