د لاس رسي وړ اتصالات

د نیو اورلینز ښار یو وار بیا د ډوبېدو له خطر سره مخامخ دي


د امریکا د لویزیانا ایالت نژدې دوه میلیونو خلکو د گوستاو ‏(یا ‎گاستف‏)‎ سمندري توپان له بیرې خپل کورونه پرېښودل او له سیمې څخه د تېښتې په حال کې دي.

دا د متحده ایالاتو په تاریخ کې یوه بېسارې پېښه ده چې حکومت او ټول خلک یې اندېښمن کړي دي.

تمه کیږي چې د متحده ایالاتو اوبو ته نژدې جنوبي سیمې نن د گاستف په نامه یو ځواکمن سمندري توپان سختې وځپي.

حکومت په چټکو تیاریو بوخت دی او خلکو ته یې لا دمخه دا خبر ورکړی چې د خپل سر د خوندي ساتلو لپاره دې له سیمې پښې سپکې کړي.

کابو دوه میلیونه خلک تر اوسه له دې ښاره وتلي او تېره شپه کله چې د باران څاڅکي له آسمانه په راتوئیدو شول نو د ښار واټونه تش تور پاته و.

حتی د امریکا د جمهوري ریاست د انتخاباتي مبارزو لړۍ هم ددغه توپان له گواښ څخه اغیزمنه شوې ده. د جمهوري ریاست، جمهوري غوښتونکي کاندید، جان مکین د یکشنبې په ورځ وویل چې نوموړی گوند به له دې امله په مینی سوتا ایالت کې د خپل کنوانسیون د پرانیستونکو مراسمو پلان بدل کړي.

سناتور مکین: "موږ باید د خپل گوند لخوا د جمهوري ریاست او د هغه د مرستیالۍ لپاره د کاندیدانو د نومولو لپاره ټاکل شويو جشني مراسمو ته تغییر ورکړو او د نورو ټولو امریکاییانو په شان عمل وکړو.‏"

د امریکا جمهور رئیس جورج بوش هم د یکشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د جمهوري غوښتونکو په کنوانسیون کې به د گډون پر ځای، تکزاس ته ولاړ شي او له بې ځایه شویو کسانو سره به وگوري. هغه د سیمې خلکو ته په خطاب کې وویل:

بش: " ځانونه په خطر کې مه اچوئ او نه ژغورندویان دې ته اړ باسئ چې غیر ضروري خطر پر ځان ومني او پر دې پوه شئ چې د امریکا خلک له تاسو سره دي. موږ به په گډه ددې حالت مقابله کوو."

بوش نن په داسې وخت کې په تکزاس کې وي چې گاستف توپان د اټکل له مخې د امریکا سواحلي سیمې تر برید لاندې راولي.

تمه کیږي چې د گاستف پیاوړی سمندري توپان به په ځایي وخت نن دوشنبه غرمه مهال د امریکا سواحلو ته په رسېدو سره ټولې هغه ځمکې او ودانۍ تر خپل یرغل لاندې راولي چې په تېرو درېیو کالو کې له کاترینا توپان وروسته رغول شوي و.

د کاترینا سمندري توپان له امله څه د پاسه یو زر و شپږ سوه تنه مړه شوي ول، خو دا ځل حکومتي مامورینو په فشار سره خلک دې ته اړ ایستل چې جنوبي لویزیانا خوشې کړي.

مامورینو زرگونه تنه په بسونو کې سپاره له سیمې ووایستل او گواښ یې وکړ چې که څوک له سیمې نه ووځي نو توقیف به یې کړي ځکه د توپان پر مهال به یې بیا هیڅوک هم د ژغورلو لپاره هلته نه وي.

یوه پولیس چارواکي ویلي چې دده په باور د لویزیانا د سواحلي سیمو نیوي فیصده خلک له هغه ځایه وتلي دي. همدا راز له مسي سي پي، الاباما او د تکزاس له یوې برخې څخه هم خلک وتلي دي.

د لویزیانا والي بابي جېندل د یکشنبې په ماښام پاته خلکو ته خپله وروستۍ وینا واوروله.

"که تاسو لا تللي نه یاست، نو لطفآ ولاړ شئ. اوس هم لا څو ساعته پاتې دي، مهرباني وکړئ په همداسې وخت چې وتل مو خوندي دي، ولاړ شئ، دا یو خطرناکه توپان دی."

د امریکا د کورني امنیت وزیر مایکل چرتوف وویل چې د توپان وروسته تدابیر یې لا سر د اوسه په پام کې دي.

"موږ به انتظار وباسو چې توپان تېر شي او بیا به سمدستي د هغو کسانو د پلټنې او ژغورنې هڅې پیل کړو چې نه به وي توانیدلي له سیمې ووځي."

د کارپوهانو په وینا، گاستف توپان اوس له اټکل شوي سرعت څخه په ډېره چټکۍ په ساعت کې د یو سلو پنځه اتیا کیلومتره په واټن وهلو راروان دی او خدای خبر چې څه سترې خرابۍ به پېښې کړي.

XS
SM
MD
LG