د لاس رسي وړ اتصالات

په شمال غربى پاکستان کې، څلور تنه په ېوه چاودنه کې ووژل شول


په شمال غربى پاکستان کې امنېتى چارواکى واېې چې لږ تر لږه څلور تنه د توغندېو په هغه برېد کې ووژل شول چې دافغانستان د سرحد په اوږدو کې پراته دى.

په شمالى وزېرستان کې د ټاپى د کلى اوسېدونکي واېې چې نن د ېکشنبى په ورځ د توغندېو په ډزو باندى ېو داسى کور وران شو چې گومان کېږى له افراطېانو سره تړاو لرى.

هغوى واېې چې له چاودنى نه لږ مخکې ېې ېوه بې پېلوټه الوتکه ېا ډرون ولېدله. دا خبره سمدلاسه معلومه نشوه چې ددغې چاودنى مسول څوک و.

خو د امرېکا متحده اېالاتو تردې مخکى بې پېلوټه الوتکى د پاکستان او افغانستان په سرحد کې پرافراطېانو باندى د حملى لپاره استعمال کړېدى.

په ېوه بل انکشاف کې پاکستان اعلان وکړ چې نظامى عملېات ېې د اسلامى افراطېانو خلاف د روژى په مبارکه مېاشت کې دهېواد په شمال غربى سېمه کې بند کړېدى.

ددې کار مقصد دادى چې ملکېانو ته اجازه ورکړل شى چې دروژى په مېاشت کې خپل دېنى فراېض سرته ورسوى.

د پاکستان د کورنېو چارو دوزارت مشر رحمن ملک نن د شنبى په ورځ ووېل چې په هغو قبېلوى سېمو کې چې د پاکستان او افغانستان دا سرحد په اوږدو کې پرتى دى د ېکشنبى د شپى له دولس بجونه به د اکتوبر د مېاشتى تر دوېمې نېټى پورې د شپى تر دولس بجو نظامى عملېات بند وى.

خو هغه خبردارى ورکړ چې که پرامنېتى قواو حمله وشوه نو په پوره قوت به ځواب ورکړى. تردى ېوه ورځ مخکى د پاکستان پوځ اعلان وکړ چې دوى د سوات په ناکراره سېمه کې لږ تر لږه څلوېښت افراطېان په هواېې بمبارى کې وژلى دى.


XS
SM
MD
LG