د لاس رسي وړ اتصالات

نن په کابل کی دوه ماشومان ووژل شول


پولیس او عیني شاهدان وایی نن سهار وختي په کابل کی د بهرنیو او افغان قواو له خوا په ناڅاپي حمله کی یو افغان او دوه ماشومان وژل شوی دی.

د پولیسو یو صآحب منصب وویل دا پوځي برید د کابل په ختیځه لمن کی د امریکایی قواو له خوا چې افغان استخباراتي مامورینو ورسره مرسته کوله ،ترسره شو.

هغه وویل پدی ‏حمله کی د نور الله په نوم یو افغان او دوه ماشومان ووژل شول او میرمن یی هم سخته ټپي شوی ده.

رپوټ وایي دا مرگ ژوبله ښایي د ولسي خلکو او دامریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو ترمنځ خړې پړې اړیکې نورې هم کړکیچنې کړي چې افغان چارواکي هغوی په دې ملامتوي چې د اگست په ٢٢ یې په د هیواد په لویدیځ کې په عملیاتو کې نژدې نوي ملکي کسان وژلي وو.

XS
SM
MD
LG