د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان حکومت د روژې په مېاشت کې نظامى عملېات بندوي


د پاکستان حکومت چې د روژى په مېاشت کې نظامى عملېات بند کړېد هغه نن ددوشنبى په ورځ پېل کېږى.

دغه اقدام مقصد دادى چې ملکى خلک دروژى عبادات ترسره کړى. که څه هم په سوات کې دطالبانو نطاق مسلم خان د ېکشنبى په ورځ ووېل چې جگړه ماران دا پلان نلرى چې پر حکومت باندى خپلې حملى بندى کړى.

د پاکستان دکورنېو چارو دوزارت مسوول رحمان ملک د شنبى په ورځ اعلان وکړ چې په هغو قبېلوى سېمو کې چى له افغانستان سره سرحد لرى په هغو کې به سر له نن دوشنبى نه د اکتوبر تر دوېمى نېټى پورې عملېات نه وى.

خو هغه خبردارى ورکړ چې که پر امنېتى قواو حمله وشى نو هغوى به ځواب ورکړى.

په ېوه جلا خبر کې وېل شوېدى چې نن ددوشنبى په ورځ پولېس د مخابراتو په هغه انجېنر پسى گرځى چې د جمعى دورځى راهېسى لادرکه دى. دغه انجنېر او دهغه موټر وان وروستى ځل د دېر په سېمه کې لېدل شوى وو. چارواکى واېې داخبره معلومه نده چې اېادوى برمته شوېدى او که موټر ېې د سفر پر وخت ټکر کړېدى.

د ېکشنبى دورځې په مرگ ژوبلو کې چې په شمالى لوېدېځ پاکستان کې وشوې لږتر لږه شپېته کسان دکرمى اېجنسى په تازه نښتو کې ووژل شول.

په دغو جگړو کې ځاېې قبېلى او افراطېانو برخه درلوده. د پاکستان مطبوعانو دنامعلومو منابعو له قوله لېکلى دى چې په مړو کې لږ تر لږه درى برخى کسان له افراطېانو نه وژل شوى ول.

داجگړې دافغانستان سرحد ته نېژدى پېښى شوى. رپوټ واېې چې د طورېو او بنگښو قبېلى له څو اونېو راهېسى له ېوبل سره په جگړه بوختى دى . په همدى ترڅ کې افراطېانو هم په دغه جگړه کې برخه واخېستله.

XS
SM
MD
LG