د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو وايي، پکتیکا کې یې سهواً درې ماشومان وژلي


ناټو وايي، قواوو یې نن د پکتیکا په ولایت کې د توپ په ډزو کې سهواً درې ماشومان وژلي او څو نور یې زخمیان کړي دي. د ناټو په یوه خبرلیک کې ویل شوي چې افراطیانو د پکتیکا د گیان په ولسوالۍ کې د عسکرو پر یوه گزمه حمله وکړه چې په ځوابي حمله کې، د توپ یوه گولۍ پر یوه کور لگېدلې ده.

بل خوا، په سلگونو افغانان نن د دوشنبې په ورځ په کابل کې لارو کوڅو ته راوتلي وو او هغه حمله یې وغندله چې د یوې کورنۍ درې غړي پکې وژل شوي دي. مظاهر کوونکو په کابل کې ددغې حملې پړه پر ایتلافي قواوو ور واچوله. مظاهر کوونکو په کابل کې ددغې حملې پړه پر ایتلافي قواوو ور واچوله.

خو د امریکا په مشرئ ایتلافي قواوو په دغه حمله کې لاس لرل رد کړي دي.

عیني شاهدانو وویل، په دغې حملې کې یو سړی او د هغه دوه زامن وژل شوي او عسکر درې نور کسان له ځانه سره بېولي دي.

له بلې خوا، جمهور رئیس حامد کرزي له ایتلافي قواوو نه غوښتي چې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره د جگړه مارانو پر اهدافو خپلې هوايي حملې راکمې کړي. ښاغلی کرزی د ناټو له عسکرو او ایتلافي قواوو نه غوښتنه کوي چې د جگړه مارانو د ځپلو لپاره د هوايي حملو پر ځای نورې لارې چارې ولټوي.

تیره اونۍ جمهور رئیس کرزي وروسته له هغه په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو د موجودیت په اړه د له سره غور کولو امر وکړ چې د افغانستان حکومت وویل، د هرات په ولایت کې د هوايي قواوو په بمباریو کې لږ تر لږه ٩٠ تنه ملکیان وژل شوي دي.

خو ایتلافي قواوې وايي، ٢٥ افراطیان او پنځه ملکي خلک وژل شوي او هغه وخت یې بمباري وکړه چې جگړه مارانو د دوی پر عسکرو حمله وکړه.

ملگرو ملتونو ویلي، په سیمه کې له تحقیق وروسته یې قانع کونکي اسناد او شواهد پیدا کړي چې پ دغه حمله کې د وژل شویو ملکيانو شمیر زیات دی.

همدارنگه، د امریکا پوځي چارواکو نن اعلان وکړ چې د هلمند په ولایت کې د تیرې اونۍ د عملیاتو په ترڅ کې له ٢٢٠ تنو زیات مشکوک جگړه ماران وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG