د لاس رسي وړ اتصالات

سوات کې بمباري، ٩ تنه وژل شوي


د پاکستان جنگي جټ الوتکو په سوات کې د مشکوکو یاغیانو پر مرکزونو بمباري کړې ده او لږ تر لږه نهه تنه وژل شوي دي.

د سیمې چارواکو او د طالبانو نطاق ویلي، په لسگونو خلک د نن ورځې په حمله کې زخمیان شوي دي.

د پاکستان پوځ دا خبره تائید کړې چې پر سیمه یې بمباري کړې ده خو د اوښتو تلفاتو په باب یې څه ندي ویلي.

د دوشنبې په ورځ، د پاکستان حکومت اعلان کړی و چې په قبایلي سیمو کې پوځي عملیات ددې لپاره بند کړي چې بې ځایه شوي خلک خپلو کورونو ته ستانه شي او په امن کې په خپلو کورونو کې روژه ونیسي.

د پاکستان د کورنیو چارو د وزارت مسئول، رحمن ملک وویل، نږدې ٥٠٠ زره خلک د ناامنیو له آمله د خپلو کورونو پرېښودو ته مجبور شوي دي.

خو د طالبانو یوه نطاق، مسلم خان ویلي چې دوی د خپلو حملو د بندولو پلان نلري. پوځ هم ویلي که حمله ورباندې وشي نو په ځوابي عمل به لاس پورې کړي.

له دې نه مخکې، د طالبانو قواوو وویل، د مخابراتو هغه دوه تنه چینايي انجنیران چې د جمعې د روځې راهیسې ورک دي، دوی تښتولي دي.

د تحریک طالبان پاکستان یوه نطاق نن امریکا غږ ته وویل، دغه انجنیران یې په سوات کې تښتولي دي. مسلم خان وویل، دغه انجنیران یې پر میرمنو او ماشومانو باندې د حکومت د حملو په بدل کې تښتولي دي.

د چین حکومت په دې اړه له پاکستان نه غوښتي چې د دوی اتباع وژغوري.

له بلې خوا، د پاکستان د کورنیو چارو د وزارت مسئول، رحمن ملک ویلي، د اسامه بن لادن مرستیال، ایمن الظواهري د صوبه سرحد د مومندو د قبایلي سیمې او کنړ تر منځ موقعیت لري. رحمن ملک ویلي، پاکستاني پوځیانو الظواهري او د هغه میرمن تعقیب کړي خو په دې ندي توانېدلي چې ویې نیسي.

XS
SM
MD
LG