د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د جمهوري غوښتونکو ملي جرگه په زور او شور بیرته پیل شوه


د امریکا د جمهوري غوښتونکو گوند ملي جرگه نن د سه شنبې په ورځ له خپل ټاکلي پلان سره سم په زور او شور پیل شوه. پرون ددغې جرگې په لومړنۍ ورځ د گوسټاف په نامه د سمندري توپان د رارسیدو له آمله د جرگې ډیر پروگرامونه راکم شوي وو.

خبري آژانسونه وايي، کیدای شي جمهور رئیس بوش نن له سپینې ماڼۍ نه د ټلیفون له لارې دغې غونډې ته خبرې وکړي. د جمهوري غوښتونکو ملي جرگگه د مینیسوټا د ایالات په سنټ پال کې دوام لري.

ښاغلي بوش د دوشنبې په ورځ وویل، په جرگې کې د دې لپاره گډون نه کوي چې د سمندري توپان د رارسیدو په خاطر د خلکو د ژغورنې پروگرام و‏څاري.

جان مکین چې په روانه اونۍ کې به د جمهوري غوښتونکو د گوند له خوا رسما د جمهوري ریاست مقام ته کاندید شي، د دوشنبې ورځ د اوهایو په ایالت کې تیره کړه چې د امریکا د خلیج ساحلونو ته سمندري توپان رارسیدل له نږدې وڅاري.

د مکین میرمن، سینډي او د جمهور رئیس بوش میرمن، لورا بوش د دوشنبې په ورځ د گوند د ملي جرگې په لومړنۍ ورځ یوې محدودې غونډې ته خبرې وکړې او غوښتنه یې وکړه چې اوس باید ټول پام د ممکنه توپان نه د خلکو د ژغورنې خوا ته واړول شي.

XS
SM
MD
LG