د لاس رسي وړ اتصالات

'پر جنوبى وزېرستان باندى حمله کې شل تنه ووژل شول'


د پاکستان د صوبه سرحد گورنر واېې چې دامرېکا په مشرۍ چپاو کې چې هغه د پاکستان د خاورې پرتمامېت باندى مستقېمه حمله وبلله شل تنه وژل شوېدى.

د صوبه سرحد گورنر اوېس غنى واېې چې د اېتلاف عسکر د افغانستان له سرحد نه را واووښتل اوپه جنوبى وزېرستان کې ېې د برمل په سېمه کې پرېوه کلى باندى حمله وکړه.

هغه ووېل چې په دغه چپاو کې ېو څو ښځې او ماشومان نن د چارشنبى په ورځ ووژل شول.

عېنى شاهدان واېې چې گنشپ هېلېکوپټرو خارجى عسکر په کلى کې دننه او بهر راورسول. دامرېکا اوناټو قواوپردغه مسله باندى سمدلاسه کومه تبصره نده کړى.

د پاکستان ددفاع وزارت واېې چې ددغه هېواد خارجى دفتر ددغې پېښى تحقېقات کوى. ددغه هېواد خارجه وزارت په ېوه خبر لېک کې واېې چې دغه راز حملى د ترهگرى خلاف گډى مبارزې ته تاوان رسوى.

رپوټ واېې دا اول ځل دى چې د پاکستان ېوه معتبر چارواکى دا ادعا کړېده چې دناټو قواو د پاکستان په خاوره کې چپاو غورځولى دى.

همدارنگه د پاکستان پوځ واېې چې دوى په خپلو تهاجمى حملو کې د داسلامى افراطېانو خلاف د سوات په دره کې عملېات کړېدى او عسکرو ېې په کوزه بانډه کې دنن ورځى په عملېاتو کې لږ تر لږه دېرش تنه افراطېان وژلى دى.

د سه شنبى په ورځ د پاکستان د پوځ الوتکېو په سوات کې د افراطېانو پرېوه مشکوک ځاى باندى چپا و ور وړ. ددغې سېمى ځاېې چارواکى او طآلبان واېې چې نهه کسان ووژل شول او په لسهاو نور پکى زخمى شوېى.

او د سه شنبى په ورځ د پاکستان طآلبانو ددوه چېناېې انجنېرانو او دهغوى د موټروان او محآفظ د تښتولو اوبرمته کولو مسوولېت په غاړه واخېست. د ا کسان د جمعى په ورځ سوات ته نېژدى برمته شوى ول. خو پاکستان واېې چې په برمته شوو کسانو پسى لټون روان دى.

د یو بل خبر په اساس، د امریکا یوی محکمې یوه مشکوکه پاکستانۍ میرمن د القاعده شبکې سره په تړاو او د امریکایي مامورینو د وژلو په هڅې، محکمه کړې ده.

ټاکل شوی چې عافیه صدیقي به د پنجشنبې په ورځ د نیویارک یوی محکمی ته حاضره شي.


XS
SM
MD
LG