امریکایی مامورین وایی د امریکا د بهرنیو چارو وزیره، کاندو لیزا رایس به د جمعې په روځ لیبیا ته سفر وکړی.
دا لیبیا ته د نولسوه دری پنځوسم نه را پدی خوا د امریکایی لوړ رتبه چارواکو لومړنی سفر بلل کیږی.
د سفر هدف د امریکا او لیبیا تر منځ د اړیکو لا غښتلی کول دی چی د دوه زره دریم نه را پدی خوا سره نږدی شوی دی. هغه به د لیبیا مشر معمر اقدافي سره وگوري.
له بلی خوا، د جمهوري غوښتونکي گوند استازي په دې خبره ډېر خوشاله مالومیږي چې گوند یې په لومړي ځل یوه ښځینه کاندیده (سارا پیلین) د دې څوکۍ لپاره وټاکله.
څلور څلویښت کلنه ساره پلین اکثره امریکائیانو ته یوه نوی څیره ده. او زیات استازي هم د (سارا پیلین) ملاتړ کوي چې نوموړې وویل اوولس کلنه لور یې مېندواره ده.