د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان صدر  اعظم له حملى نه روغ بچ شوېدى


د پاکستان چارواکى واېې چې ددغه هېواد په صدر اعظم ېوسف رضا گېلانى باندى دهغه دوژلو په نېت برېد شوى و خو هغه روغ بچ بشوېدى.

د پاکستان د صدارت نطآق زاهد بشېر ووېل چې نا معلومو ټوپک والاو د ېوسف رضا گېلانى پرموټر باندى هغه وخت ډزې وکړى چې هغه اسلام اباد ته روان و.

نطاق ووېل چې د ښاغلى گېلانى پرموټر باندى دوه گولۍ ولگېدلى د موټر په ښېښه کې درز راغى خو ماته ېې نکړه. هغه ووېل چې ښاغلى گېلانى په دغه برېد کې ندى ژوبل شوى.

رپوټ واېې چې ېوه بل چارواکى ووېل چې ښاغلى گېلانى هغه وخت چې پرموټر ډزې وشوې په موټر کې نه و.

په دې وخت کې موټر په هغه پسى دراولپنډى هواېې مېدان ته روان چې راواېې خلى چې ډزې پرې وشوې.

چارواکى واېې چې ېوسف رضا گېلانى اوس روغ رمټ په پاېتخت اسلام اباد کې دى.

تراوسه پورې هېچا ددغى حملى مسوولېت په غاړه ندى اخېستى. دا حمله په داسى وخت کې کېږى چې پاکستان د جمهورى رېاست د انتخاباتو لپاره دراتلونکى شنبى په ورځ ځان چمتو کوى.

ېوسف رضا گېلانى د د پېپلز گوند غړى دى.

ددغه گوند مشره پخوانۍ صدر اعظمه بېنظېر بهټو وه. د بېنظېر بهټو خاوند آصف على زردارى دهغو درى کاندېدانو له جملى نه ېو دى چې د جمهورى رېاست په انتخاباتو کې به گډون وکړى.

XS
SM
MD
LG