د لاس رسي وړ اتصالات

مککین نن رسماً جمهوري ریاست ته کاندیدیږي


د امریکا جمهوري ریاست ته د جمهوري غوښتونکو د گوند کاندید جان مککین او د هغه د جمهوري ریاست مرستیاله، سارا پیلن به نن د چهارشنبې په شپه د گوند په ملي جرگه کې رسماً د کاندیدانو په توگه اعلان شي.

د جمهوري غوښتونکو ملي جرگه د منیسوټا د ایالت په سنټ پال کې روانه ده.

د سه شنبې په ورځ، د جمهوي غوښتونکو په روانه ملي جرگه کې د جمهور رئیس جورج بش په گډون د امریکا مهمو شخصیتونو د مککین او پیلن ملاتړ اعلان کړ.

ښاغلي بوش له دې آمله مککین وستایه چې په عراق کې یې د قواوو د زیاتولو ملاتړ کوي.

ښاغلي بوش د ټلیفون له لارې له سپینې ماڼۍ نه دغې جرگې ته خبرې وکړې.

په ٢٠٠٠م کال کې د دیموکرات گوند له خوا د جمهوري ریاست مرستیالئ ته کاندید، جو لیبرمن جرگې ته وویل، له دې آمله د مککین ملاتړ کوي چې امریکا ته دا وخت د گوندي سیالیو برسیره نور مسایل ډیر مهم دي.

XS
SM
MD
LG