د لاس رسي وړ اتصالات

په اسلام آباد کي د وکیلانو  مظاهره


نن په سلهاو مظاهره کوونکي پداسې حال کی د جمهوري ریاست د انتخاباتو نه دوه ورځی مخکی د پاکستان پارلمان مخې ته را ټول شوی و چې غوښتل یی په سیالی کی د یوه شامل تن په خلاف خپل اواز اوچت کړي.

د مظاهره کونکو اکثریت مدافع وکیلان و چی د هیواد د گوټ گوټ نه راغلي و.

دوی د پیپلز واکمن گوند د مشر اصف علي زرداري د کاندیدی پر ضد د ښار سړکونو ته را وتلی و.

بل پلو د امریکا یوه لوړ رتبه مامور دا تایید کړه چی ځواکونه یی په روانه اونۍ کې د افغانستان له پولې اخوا د پاکستان په خاوره کی عملیات تر سره کړی دی. .

XS
SM
MD
LG