د لاس رسي وړ اتصالات

کرزى د امرېکا له خوا نه بمباري شوي کلي ته ولاړ


د افغانستان جمهور رئېس حآمد کرزى دهغه کلى لېدلو ته ورغى چې دامرېکاله خوانه پرې بمبارى شوې وه او افغان چارواکى واېې چې نوى تنه ملکېان پکى وژل شوى وو.

د هرات ولاېت د عزېز اباد کلى اوسېدونکى واېې چې نن د پنجشنبى په ورځ ئښاغلى کرزى خپله خوا خوږى د قربانېانو کورنېو ته څرگنده کړه او دنظآمى عملېاتو په ترڅ کې ېې دملکېانو وژل وغندل.

د افغانستان حکومت او ملگرو ملتونو وېلى دى چې په دغه بمبارى کې په لسهاو کسان چې زېاتره ېې ښځې اوماشومان وو، د عزېز اباد په کلى کې د اگست په دووېشتمه نېټه په بمبارى کې ووژل شول.

د امرېکا په مشرۍ اېتلاف د سه شنبى په ورځ په ېوه نوى رپوټ کې ووېل چې په دغه بمبارى کې د پنځو او اوو کسانو په منځ کې ملکېان مړه شوېدى او د ېرش او پنځه دېرش په شاو خوا کې طالبان ووژل شول.

د مړو په جمله کې د طالبانو ېو مشهور قوماندان ملا صادق هم شامل و.

د امرېکا په مشرۍ اېتلاف واېې چې دغه بمبارى موجه وه ځکه چې دامرېکا په مشرۍ قواو او د افغانستان پرقواو باندى د جگړه مارانو له خوانه ډزې شوې وې.

د افغانستان چارواکې واېې چې د امرېکا جمهور رئېس جورج بش د افغانستان جمهور رئېس حآمد کرزي ته د ملکېانو په مرگ باندى خپله خوا شنېى څرگنده کړېده.

ښاغلى بش په ېوه وېډېو کنفرانس کې ښاغلى کرزي ته خپله خواخوږى د چارشنبى په ورځ دخبرو په ترڅ کې څرگنده کړه.

XS
SM
MD
LG