د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د پارلمان غړېو په پاکستان کې د خارجى قواو چپاو محکوم کړ


د پاکستان د پارلمېان غړېو د چارشنبى په ورځ په پاکستان کې د خارجى قواو چپاو محکوم کړ او ېوه داسى مصوبه ېې منظور کړېده چې دغه عملېات محکوموى او لوړه کوى چې که په اېنده کې دغه راز عملېات وشى نو مخه به ېې ونېسى.

د پاکستان خارجه وزېر شاه محمود قرېشى نن د پنجشنبى په ورځ ووېل چې حکومت دامرېکا سفېر راغوښتى و چې شکاېت ورته وکړى.

هغه ووېل چې دا د شرم وړ عملېات وو ځکه چې امرېکا دپاکستان دخاورې په تمامېت او حآکمېت باندى تېرې کړېدى. امرېکا د ترهگرى په جگړه کې دپاکستان انډېوال هېواد دى.

د پاکستان خارجه وزارت واېې چې نړېوال عسکر چې له سرحد نه راواووښتل اوپه دې اونى کې ېې په پاکستان کې عملېات ترسره کړل کوم مهم هدف ېې ندى وېشتلى او نه ېې کوم مهم ترهگر نېولى دى.

د پاکستان خارجه وزېر محمود قرېشى د پاکستان ملى شورى ته نن د پنجشنبى په ورځ ووېل چې په دغه چپاوکې ېوازې ښځې او ماشومان په نښه شوى ول. هغه دغه ناڅاپې برېد چې دپاکستان چارواکېو ېې پړه دامرېکا په مشرۍ داېتلاف پرقواو اچولى ده محکوم کړ.

ددغو عملېاتو تفصېل لاتراوسه پورې ندى معلوم چې څوک پکى مسوول و.

د چارشنبى په ورځ دامرېکا نظامى منابعو د خپل نوم دنه ښودلو په شرط دا خبره تصدېق کړه چې د امرېکا قواوې پاکستان ته د الوتکېو په واسط ورداخل شوى وې چې د افغانستان سرحد ته نېژدى په قبېلوى سېمه کې ناڅاپې برېد وکړى.

دغه کلى چې عملېات پکى شوېدى د افغانستان له سرحد نه ېوازې دوه کېلومتره فاصله لرى. دغه چارواکى دامرېکا د مطبوعاتو څانگېو ته چې په هغو کې د (CNN and the Associated Press) خبرى اژانسونه شامل وو د خپل نوم دنه څرگندو لو په شرط خبرى وکړى.

رپوټ واېې دا چې په دغه جگړه کې څوتنه وژل شوېدى منابع ېوله بله فرق لرى خو پاکستانى منابع واېې چې شل تنه پکى وژل شوېدى او تقرېبا ټول ملکېان دى.

د پاکستان چارواکى واېې چې داېتلاف عسکر دافغانستان له سرحد نه د جنوبى وزېرستان دبرمل سېمى ته چې په جنوبى وزېرستان کې پرته ده د چارشنبى په ورځ واووښتل او لږترلږه شل تنه ېې ووژل په دې کې ښځې اوماشومان هم شامل دى.

د پاکستان خارجه وزارت د چارشنبى په ورځ مربوطو منابعو ته ېو دېپلوماتېک اعتراض د چارشنبى په ورځ ورکړ. د پاکستان خارجه وزارت واېې چې دغه راز واقعات به د همکارۍ کولو بنسټ ته تاوان ورسوى او ښاېې چې د کرکې او مرگ ژوبلى اورته لمن ووهى.

د پاکستان د پوځ نطاق تورن جنرال اطهر عباس دغه علمېات دافغانستان او پاکستان په سرحد کې دهغو اصولو اومقرراتونه چې دامرېکا اوناټو قواوې ېې باېد دافغانستان او پاکستان په سرحدد عملېاتو پروخت مراعت کړى ېوه بې سابقې سرغړونه وبلله.

هغه د چارشنبى په ورځ ووېل داعلمېات ځکه داندېښنى وړ دى چې په دغه سېمه کې دافراطېانو د فعالېتونو هېڅ رپوټ نه وراغلى.

دمرگ ژوبلى په نورو پېښو کې د پاکستان پوځ د سوات په دره کې پراسلامى جگړه مارانو باندى خپلو حملو ته دوام ورکړ. د پوځ چارواکى واېې چې د سوات درې په کوزه بانډه کې ېې د علمېاتو پر وخت دېرش تنه جگړه ماران د چارشنبى په ورځ ووژل .

XS
SM
MD
LG