د لاس رسي وړ اتصالات

زرداري د پاکستان جمهور رئیس شو


په پاکستان کې چارواکي وايي، د وژل شوي پخوانۍ صدراعظمې بینظیر بوټو میړه، آصف زرداري د جمهوري ریاست انتخابات گټلي دي.

دغه انتخابات نن د پاکستان په پارلمان او څلورو صوبايي اسمبلیو کې تر سره شول. ددې خبرې امکان زیات لیدل کیده چې زرداري به دغه انتخابات وگټي.

که څه هم د جمعې په ورځ د گیلپ د عامه نظرونو د سروې ادارې وښودله چې یوازې ٢٦ فیصده پاکستانیان غواړي چې زرداري جمهور رئیس شي، خو ۴۴فیصده پاکستانیان جمهوري ریاست ته د دریو کاندیدانو له جملې نه د یوه ملاتړ هم نه کوي.

دغو انتخاباتو ته د مسلم لیگ نواز شریف د گوند لخوا، پخوانی قاضي سعید الزمان صدیقي او د پخواني جمهور رئیس پرویز مشرف د گوند لخوا مشاهد حسین کاندید و.

XS
SM
MD
LG