د لاس رسي وړ اتصالات

د نیمروز څارنوال په ځانمرگې حملې کې ووژل شو


چارواکي وايي، د نیمزور ولایت څارنوال نن د شنبې په ورځ په یوه ځانمرگې حملې کې وژل شوی دی.

د نیمروز والي، غلام دستگیر آزاد وویل، یوه ځانمرگي حمله کوونکي غوښتل چې د ولایت په مرکز زرنج کې یوې حکومتي ودانۍ ته ننوځي او خپل چاودېدونکي مواد وچوي. په دغه حمله کې د ولایت څارنوال، د هغه زوی او لږ تر لږه یو بل تن وژل شوی دی.

په روان کال کې په افغانستان کې په ځانمرگو حملو او د سرک د غاړې د بمونو په چاودنو کې ډیر زیاتوالی راغلی دی.

د جمعې په ورځ، یوه امریکايي قومندان وویل، په افغانستان کې ډیرو نور عسکرو او منابعو ته ضرورت لري. دغه قومندان وېره ښودلې چې راتلونکی ژمی کیدای شي د ٢٠٠٢م کال راهیسې تر ټولو خونړی او له تشدد نه ډک موسم وي.

تورن جنرال جیفري شلویزر وویل، تندروان غواړي چې په راتلونکي ژمي کې د افغانستان په ختیځو برخو کې د خپلو جنگیالیو شمیر زیات کړي. په تیرو ژمیو کې سختو واورو د تندروانو ډیر خوځښت مخه نیولې وه.

او د نورستان والي حضرت دین نور په یوه ترافیکي پیښه کې وژل شوی دی. هغه په موټر کې کابل ته روان و چې موټر یې له سرک نه واوښت او سیند ته ولوېده. له هغه سره په پیښه کې دوه محافظین هم وژل شوي دي.

ښاغلی نور دوه میاشتې مخکې د نورستان د والي په توگه مقرر شوی و.

XS
SM
MD
LG