په افغانستان او په ځانگړی توگه په کابل کی د سواد نړیواله ورځ په مراسمو ونمانځل شوه.
د معارف د وزارت چارواکي وایی لدې سره سره چی په افغانستان کی د بی سوادی سره دمبارزی هڅې گړندی شوي، اکثریت خلک پدی هیواد کی بېسواده دي چی زیاته برخه یی ښېی جوړوي.
ددې وزارت چارواکي وایی چی په افغانستان کی د بی سوادی د له منځه وړلو د پاره نوی پروگرامونه تر لاسه لاند ینیول شوی دی.
ددې ورځې په ویاړ د جمهور رئیس کرزي پیام هم خلکو ته واورول شو. پدې پیام کې راغلي چی اکثر خلک د سواد د نعمت نه محروم دي خو په اوسني وخت کې د هیواد دښمنان ددې هڅه لري چی ښوونځي ته د نوي نسل دتگ مخه ونیسي.