د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې دوو ځان مرگو شپږ پولېسان ووژل


افغان چارواکی وایی چی دوو ځان مرگو د کندهار په ولایت کی د پولیسو په ماموریت حمله کړی ده. لږترلږه شپږ پولیسان یی پکی ووژل چی ځینی یی صاحب منصبان وو.

چارواکی وایی چی دغو ځان مرگو د پولیسو د ماموریت دننه ځانونه په بم والوزول.

دغه چارواکی وایی چی د پولیسو قوماندان عبدالرازق زخمی شوی او داسی گمان کیږی چی دا حمله هم په ده شوی وه.

پولیس وایی چی د چاودنی وروسته افغانی قواووی په عاجله توگه راغلی او د ماموریت شاوخوا یی محاصره کړه.

همداشان امریکایی او افغان چارواکی وایی چی لږ تر لږه شل کسه یاغیان په جلا جلا پیښو کی ووژل شول.

چارواکی وایی چی د امریکا په مشری قواوو لس کسه یاغیان د خوست په ولایت کی ووژل شول. او په همدی ډول لس کسه نور د هلمند په ولایت کی هغه وخت ووژل شول چی د پولیسو په پوسته یی حمله وکړه.

افغانی پولیس وایی چی د هرات په ولایت کی د ناتو په قطار یوه ناکامه حمله په دی ډول وشوه چی ځان مرگي خپل ځان په بم والوزاوه مگر څوک پکی زخمی نشول.

XS
SM
MD
LG