د لاس رسي وړ اتصالات

'لیبیا د تل لپاره بدله شوې، امریکا بدلې شوې، او نړۍ هم بدله شوی'


د امریکا د باندنیو چارو وزیرې کانډو لیزا رائیس له جمهور رئیس قذافي سره د باب العزیز یه په نامه په هغه کور کې ولیدل چې امریکا په ١٩٧٦ کې په دې تور بمبار کړی و، چې لیبیا په جرمني کې په بریدونو کې لاس درلود.

د لیبیا د باندنیو چارو وزیر عبدالرحمان شلگم سره په یوه گډ خبري کنفرانس کې کانډو لیزا رایس وویل:

رایس: "دا وخت مونږ په بیلا بیلو موضوگانو خبرې وکړې، چې په هغو کې امریکا او لیبیا په اړېکو کې د مثبت پرمختگ هیله څرگنده کړه"

د کال ١٩٨٦ په امریکايي برید کې د قذافي لور وژل شوې وه. ښاغلي قذافي په داسې حال مېرمن رائیس ته هرکلی ووایو چې خپلې دودېزې سپینې افریقايي جامې یې اغوستې وې.

قذاقي او رائیس له یو بل سره ستړي مش وکړل. رائیس قذافي ته د جمهور رئیس جورج بوش سلام ور ورساو او قذافي په خپل وار سره په امریکا کې د طوفانو په هکله وپوښتل چې د امریکا ځینې برخې یې لاندې کړې دي او یا یې لاندي کوي. وروسته لسهاو خبریالان او د ټلیویزیون کمرې له هغه ځایه دباندې و ایستل شوې.

د کال ١٩٥٣ څخه راهیسې چې کله یو لوړ پوړي امریکايي چارواکي جان فوسټر او بیا په کال ١٩٥٧ کې مرستیال جمهور رئیس رچرډ نیکسن لیبیا ته سفر وکړ، کانډو لیزا رائیس ترټولو ترټولو جگپوړې امریکايي چارواکې ده چې لیبیا ته سفر کوي.

د امریکا پخواني جمهور رئیس رونالډ ریگن قذافي د مینځنی خنتیځ لېونی سپی بللی و، خو اوس وروسته له هغه چې لیبیا نړیواله ترهگري وغندله، د ډلیزیو وسلو له جوړلو څخه یې لاس واخیست او په کال ١٩٨٨ کې د سکاټلینډ په لاکربي سیمه کې د پین ایم ١٠٣ طیارې د راغورځېدلو په نتیجه کې د وژل شوو کسانو خپلوانو ته یې تاوان ورکړ، د دواړو هیوادونو اړېکې مخ په ښه کېدو دي.

په کال ١٩٨٦ کې په برلن ښار کې په یوه ډیسکو کلب کې دوه امریکان وژل شوي ول او ورسره د هغه وخت امریکايي جمهور رئیس رونالډ ریگن د قذافي د کور په گډون په یو لړ لیبیايي تنصیباتو باندي د برید امر وکړ.

میرمن رائیس د دواړو هیوادنو تر مینځ په راتلونکې کې د لا ښو اړېکو هیله څرگنده کړه.

رائیس: "زما په فکر مونږ د اړېکو ډېر پښه پیل وکړ. دا یواځي شورو ده. زما په فکر دا ډېره ښه پیل دی چې له ډېرو کلونو راهیسې امریکا او لیبیا یو بل ته د پرمختگ لپاره لاس ورکړی."

د دواړو هیوادونو د نویو اړېکو په هکله د لیبیا د باندنیو چارو وزیر عبدالرحمان شلگم وویل؛

شلگم: "لیبیا د تل لپاره بدله شوې، امریکا بدلې شوې، او نړۍ هم بدله شوې، تېر هېر کړۍ."

د داسې اندېښنو په مینځ کې چې لیبیا تر اوسه د وژل شوو کسانو ټولو خپلوانو ته تاوان نه دی ورکړی، د امریکا په کانگریس کې په لیبیا کې د سفارت پرانیستلو په هکله خبرې روانې دي.

XS
SM
MD
LG