د لاس رسي وړ اتصالات

د احمد شاه مسعود د وژل کیدو اومه کلیزه په کابل کی ونمانځل شوه


د جهاد او مقاومت د یوه فرمانده احمد شاه مسعود د وژل کیدو اومه کلیزه په کابل کی نن ونمانځل شوه.

پدې محفل کی چی د لویی جرگی په تالار کی جوړ شوی و جهادي مشرانو، یو شمیر عامو خلکو او پخپله د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزی گډون درلود.

د حامد کرزي په گډون د غونډې برخه والو د هغه د یاد په درناوي وویل احمد شاه مسعود د روسانو د تجاوز په وړاندی د افغانستان د ازادی په تر لاسه کولو کی خپل ځان قربان کړ.

جمهور رئیس کرزي وویل افغانان په جنگ کی بریالي، خو په سیاست کی د بی اتفاقۍ له امله اکثرآ د ناکامی سره مامخیږي.

XS
SM
MD
LG