د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا پوځ د ملکي خلکو د وژل کیدو په باب له سره تحقیق کوي


په افغانستان کې د امریکا د پوځ یو لوړ رتبه قومندان وايي، دوی په هرات کې د هغو عملیاتو په باب له سره غور کوي چې افغانان وايي، ډیر ملکي خلک پکې وژل شوي دي.

ستر جنرال ډیویډ مکیرنن په هرات کې یې د امریکايي او افغان قواوو د گډو عملیاتو په باب نوي اسناد او شواهد پیدا کړي دي.

د لویدیځو هیوادونو ورځپاڼو لیکلي چې په شواهدو کې هغه ویډیوگانې هم شاملې دي چې له عملیاتو وروسته په مبایل ټلیفونونو کې ثبت شوي.

په دغو ویډیوگانو کې ښودل کیږي چې په یوه جومات کې ډیر مړي پراته دي چې ماشومان هم پکې دي.

جنرال مکیرنن وايي، د امریکا پوځ به پر خپل هغه رپوټ له سره غور وکړي چې وايي، د اگست په ٢٢مه په دغو عملیات کې یوازې اووه تنه ملکیان وژل شوي وو.

له بلې خوا، نن په نیویارک کې میشتې د بشري حقونو د څارنې ادارې په خپل یوه رپوټ کې لیکلي چې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي قواوو په هوايي بمباریو کې د ملکي تلفاتو اندازه له ٢٠٠٦ نه تر ٢٠٠٧م کال پورې درې برابره زیاته شوې ده.

په رپوټ کې راغلي چې په ٢٠٠٦م کال کې په دغو بمباریو کې ١١٦ ملکي خلک وژل شوي وو خو په ٢٠٠٧ کال کې په بمباریو کې د مړو شویو ملکیانو شمیر لږ تر لږه ٣٢١ تنه و.

په رپوټ کې راغلي چې د ملکي تلفاتو د زیاتېدو یو علت دا هم دی چې طالبان اکثره گڼ میشتو سیمو ته ننوځي او د سیمې له خلکو نه د سپر ته توگه استفاده کوي.

XS
SM
MD
LG