د لاس رسي وړ اتصالات

د فرانسى جمهور رئېس مسکو ته تللى دى


سرکوزی په مسکو کې د روسېې له جمهور رئېس مېډوېډوف سره ددې لپاره ملاقات کوى چې دروسېې مشران په دې قانع کړى چې له گرجستان نه خپلې قواوې په بشپړ ډول وباسى.

سرکوزې له خپل سفرنه مخکى په دې خبره زور اچاوه چې اروپاېې اتحآد په خپله دې غوښتنه کې سره متحد دى چې روسېه دې په بشپږ ډول له گرجستان نه خپلې قواوې وباسى.

ښاغلى سرکوزې چې اوس د اروپاېې اتحآد نوبتى مشر دى تېره مېاشت ېې وکړى شول چې دروسېې او گرجستان ترمنځ اوربند وکړى.

دى به په دې سفر کې کوشش وکړى چې دروسېې مشران په دې قانع کړى چې د اروپاېې اتحاد ېوه څارونکې ملکى اداره په گرجستان کې قبوله کړى. که څه هم د روسېې دخارجه وزارت ېو ه چارواکى (Andrei Nesterenko) د هغه غوښتنه د اروپاېې اتحاد د څارونکې ادارې په هلکه رد کړېدى.

هغه ووېل چى دغه راز اقدام به غېر ضرورى وى ځکه چې نړېواله څارونکې ډله همدا اوس په گرجستان کې د حالاتو د څارلو لپاره موجوده ده.

ښاغلى سرکوزې به داهڅه هم وکړى چې له گرجستان نه د دوه جلا شووسېمو جنوبى اوسېشېا او ابخازېا داېنده په باب د نړېوالو خبرو لپاره ېو مهال وېش وټاکى.

رپوټ واېې چې اوس هم د روسېې ېو شمېر قواوې په جورجېا کې پرتې دى. روسېه دغو قواو ته د سولى ساتونکې قواوې واېې او واېې چې داوربند شراېط دوى ته اجازه ورکوى چې هلته پاتې شى.

XS
SM
MD
LG