د لاس رسي وړ اتصالات

روسېه د کرېبېن ټاپوگانو ته خپله سمندرى قوه ور لېږي


روسېه د کرېبېن ټاپوگانو ته خپله سمندرى قوه د سږکال په اخرو وختونو کې ددې ور لېږى چې د امکان په صورت کې د وېنزووېلا له قواو سره گډ نظامى تمرېنونه وکړى.

د روسېې دخارجه وزارت نطاق (Andrei Nesterenko) واېې چې د روسېې اټومى قدرت لرونکې جنگى بېړۍ چې د Peter the Great په نامه ېادېږى ددغه سمندرى مامورېت مشري او لارښوونه وکړى.

په دغوسمندرى بېړېو کې به د اېډمېرال چبانېنکو په نامه تخرېبى بېړۍ هم شاملى وې او د تېلو رسول ټانکرونه به هم ورسر ه ملگرى وي. دغه نطاق ووېل چې ښاېې دنوومبر په مېاشت کې د سمندرى بېړېو ضد الوتکى هم وېنزووېلا ته ولېږل شى.

دغه نطاق ووېل چې دا تمرېنات د گرجستان د شخړې له راپېدا کېدلونه ډېر مخکى پلان شوى وو. ددې نظآمى تمرېناتو مانا دکوم درېم هېواد خلاف کوم اقدام ندى. دروسېې چارواکېوپر امرېکا دا تور لگولى دى چې جورجېاته وسلى ورکوى په داسى حال کې چې د بشرى مرستو د لېږلو لپاره له نظامى بېړېو څخه کار اخلى. خو دامرېکا چارواکېو دغه تور رد کړېدى.

د وېنزووېلا چپې جمهوررئېس هوگو شاوېز دامرېکا پر حکومت سخت انتقادونه کوى. هغه له روسېې سره ډېرې نېژدى اړېکى ټېنگى کړېدى. په دې کې د وسلو اخېستل اونور ې اقتصادى معاملى شامل دى.

XS
SM
MD
LG