د لاس رسي وړ اتصالات

ټول ماشومان ویتامین اې ته اړتیا لري


د دې دپاره چې ټول ماشومان د مرضونونه په امان کی پاتی شي، ویتامین اې ته اړتیا لري.

کله چی ماشومان پیدا کیږي نو په وجود کی یی یوه اندازه ویتامین تر هغی موجود وي تر څو چی د شیدو په خوراک پیل کوي.

د مریلند د ایالت د بالتیمور په ښار کی د جان هاپکنز د طبي پوهنتون څیړونکو دا موندله چې ویتامین اې د نویو ځیږیدلو ماشومانو په ژغورلو کې مهم رول لوبوي.

رالف کلېم: "‎هغه څه چی مونږ وموندل دا و چی د شپږو میاشتو په دوران کی چی ماشومانو ته تر ټولو زیات خطر ور پیښیږی ویتامنی اې د هغوی د ضایع کیدو گواښ پنځلس فیصده را ټیټ کړي. یوازی په بنگله دیش کی لدې لارې په کال کی د شلو زرو ماشومانو د له لاسه وتلو مخه نیول کیدای شي."

کلیم اټکل کوی چې که په ټوله لویدیځه اسیا کی ویتامین پر ټولو ماشومانو وویشل شي، نو شا و خوا نیم ملیون نور ماشومان د مرگ له منگلو بچیدای شي.

په تیرو وختونو کې د اسیا په وچه کی د ویتامین ای د گټو په اړه نوری سروی گانی او مطالعی ترسره شوی دی.

په ټول نیپال کی تر پنځو کالو پورې ماشومانو ته د خاصؤ ملي پروگرامونو له لارې چې د ملگرو ملتونو له خوا یی ملاتړ کیږي دغه کپسولونه ویشي.

د جان هاپکنز د پوهنتون مطالعات اوس د ویتامین اې د گټو ملاتړ کوي او مشوره یی دا ده چی د ځیږیدنی نه دې اوه ساعته وروسته ماشوم ته ورکړ شي.

کلېم وایی د دې ویتامین ورکول څو څو ځله ځکه گران دی چی اکثر ماشومان د بی وزلۍ له کبله په کور کی پیدا کیږی.

هغه وایی لدې سره سره چی په سیمه کی د روغتیایی چارو خیریه کارکونکي فعالیت کوي، نوي ماشوم ته ددې ویتامنی د یوه ځل رسیدل هم لویه او ستونزمنه خبره وي.

XS
SM
MD
LG