د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه د گرجستان نه د جلا شویو سیمو سره ډیپلوماتیکې اړیکې ټینگوي


روسیه وايي د گرجستان نه د دوو جلا شویو سیمو، جنوبي اوسیتیا او ابخازیا سره ډیپلوماتیکې اړیکې ټینگوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرگې لاوروف نن ددغو دواړو سیمو له حکومتونو سره د همدې موضوع په اړه اسناد تبادله کړل.

لاوروف همدارنگه وویل چې قواوې به یې د گرجستان نه په دوو جلا شویو سیمو، جنوبي اوسیتیا او ابخازیا کې د ډیر وخت لپاره پاتې وي.

هغه وویل، عسکر یې ددې لپاره پاتې کیږي چې پر دغو سیمو باندې د گرجستان د بلې حملې مخه ونیسي.

د دوشنبې په ورځ، روسیې او گرجستان پریکړه وکړه چې دواړه خواوې به خپلې قواوې د حایلې سیمې نه د اکتوبر تر ١٥مې وباسي.

د روسیې جمهور رئیس دیمیتري میدویدوف ددې خبرې لیکلی ضمانت واخیست چې گرجستان به د جنوبي اوسیتیا او ابخازیا په خلاف پوځي اقدام نه کوي.

د گرجستان جمهور رئیس میخایل ساکاشویلي ویلي چې په هر ډول تړون کې باید د گرجستان د خاورې تمامیت ته احترام وشي. د فرانسې جمهور رئیس نیکولاس سرکوزې د دواړو ملکونو تر منځ د سولې د خبرو منځگړیتوب کړی دی.

XS
SM
MD
LG