د لاس رسي وړ اتصالات

یوکراین په اروپايي اتحاد کې د ورگډېدو په تمه دی


نن د اروپايي اتحاد او یوکراین استازي په پاریس کې غونډه کوي. یوکراین تمه لري چې په دغه غونډه کې به یې له اروپايي اتحاد سره اړیکې تقویه شي.

تمه کیږي چې د اروپايي اتحاد رهبران به یوکراین دې ته وهڅوي چې له اروپايي اتحاد سره نږدې اړیکې وساتي. دغه رهبران همدارنگه هڅه کوي چې په اروپايي اتحاد کې د یوکراین د غړیتوب په باب له هغه ملک سره پخه ژمنه وکړي.

په گرجستان باندې د روسیې وروستي پوځي یرغل ته پام سره دغې غونډې ته په مهمه او عاجله سترگه کتل کیږي. روسیه وايي، د حملې هدف یې په گرجستان کې د خپلو اتباعو دفاع وه. د یوکراین کې هم ډیر روسي الاصله وگړي ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG