د لاس رسي وړ اتصالات

د ٢٠٠١ کال د سپتمبر د یوو لسمې تروریستي بریدونه


د ٢٠٠١ کال د سپتمبر د یوولسمې د تروریستي بریدونو څخه یو یې د واشنگټن په څنگ کې وشو. اوس د هغی پیښی څخه اوه کاله ورسته، هغه ځای چې یو وخت د غمیزې او تلفاتو صحنه وه، په یادگاري څلي بدل شوی چی د پیښی څخه راپاتې کسانو ته به د هیلو او سولې سبب شي.

د ٢٠٠١ کال د ستپمبر په یولسمه، ٧٧ لمبر پرواز الوتکه د متحده ایالاتو د دفاع د وزارت په مرکز، پنتاگون، باندی ولوېدله او په الوتکه کې د ناستو ٥٩مسافرو سربیره یې د پناټگون ١٢٥ نظامي او ملکی کارکوونکي هم له مینځه یوړل.

د پولیسو، اطفائیی کارکوونکی او روغتیایی عاجلو کارکوونکو د هڅو سره سره په دی پیښی کی ١٨۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

اوس د دی ودانی سوځیدلی برخه نوره نه دی پاتې، او پر ځای یې د پنتاگون د ودانی تر څنگ یو یادگاري پارک جوړ شوی.

پدی پارک کی ١٨۴ څوکی ایښودل شوی دی او په هری څوکی باندی په پیښی کې د وژل شوی کس نوم لیکل شوی.

د اطفائیی د بېړنیو پیښو د څانگې مشر، جیم شوارتز په څېر د بېړنیو مرستو کارکونکو ته چې په هغه ورځ هلته موجود ول، دا ځای پوره بدل ښکاري.

"‎زه فکر کوم چی لومړنی لوی توپیر دا دی چی دا ځای ډیر ارامه دی چی د هغی ورځی د تلفاتو ښکارندوي کوی. زه هیله لرم، هغه کورنی چی خپل عزیران یی پدی ورځ له لاسه ورکړی دغه ځای ته په راتگ سکون ومومی او د هغوی یادونه هیر نکړی.‏"

کتی دلابیرچی د پیښی په ورځ یې په پنتاگون کی کار کاوه له نیکه مرغه خوندي پاتې شوه. خو له بده مرغه د هغی وړه خور، پتی چه هغې هم هلته کار کاو په پیښی که ووژل شوه.

"‎دا پتی ده، هغه وخت پخپلی لور میندواره وه. هغه زمونږ په څلور خوندو وروڼو کې تر ټولو کشره وه. هغی ډیر دوستان درلوده‏."

"‎‏‎کاشکي زما د خور د یاد نښه دلته نه واي، خو اوس شته، غواړم چی د پتی د یادونو قدر ورکړم. دوی دا ځای ډیر ښکلی ډیزاین کړی. زه د خپلو ټولو همکارانو د یاد درناوی کوم. هغوی ډیر ښه خلک ول."‎

د ودانیو ماهر کیت کیسمن او جولی بیکمن دغه څوکی په ځانکړی زاویه ډیزاین کړی چی د الوتکی د دننه قربانیانو او د پنتاگون د ودانی د قربانیانو توپیر وشی.

دا یادگار به سږ کال په یوولسم د سپتامبر د مراسمو په ترڅ کی چې ددغې پیښې د قربانیانو په یاد جوړیږی، هغوی ته ډالی شي، او وروسته به د تل لپاره خلکو ته پرانستل شي.

XS
SM
MD
LG