د لاس رسي وړ اتصالات

د بن لادن دنېولو لپاره له نوو تاکتېکونو نه کار اخېستل کېږى


د واشنگټن پوسټ ورځپاڼه لېکى چې پاکستان د اسامه بن لادن په لټولو باندې نور ماېوس او زړه شېنى ښکارى ځکه چې تراوسه پورې په دې لټه کى کومه نتېجه لاس ته نه ده ورغلى.

د پاکستان او امرېکا چارواکى واېې چې دوى دخپلې ستراتېژى په برخه کې چې له اوږدې مودې راهېسى پرې عمل کېږى نوې کتنه کوى او په خپلو تاکتېکونو کې بدلون راولى.

هغوى په دغه لټون کې له بې پېلوټه خو ډېرو خطرناکو الوتکېونه چې داستخباراتو لپاره استعمالېږى د پاکستان د قبېلوى سېمو په غرونو کې کار اخلى.

واشگنټن پوسټ لېکى چې د هغو توغندېو شمېر چې له بې پېلوټه الوتکېونه خپل اهداف ولى سږکال تقرېبا درې چنده شوېدى.

د پاکستانى چارواکېو له قوله د ٢٠٠٧ مېلادى کال په پرتله چې ددغو توغندېو درى برېدونه پکى شوي وو سږکال تراوسه پورې د بې پېلوټه الوتکېو له خوانه د هېلفاېر توغندېو ېوولس برېدونه شوېدى.

ورځپاڼه لېکى چې دا حملى دهغې نوې ستراتېژى برخه دى چې مقصد ېې د القاعده د مرکزى قوماندى فلج کول دى.

دغه کار تېرکال په اولو مېاشتو کې پېل شو خو اوس بېا دغه اقدامات په داسى وخت کې چټک شول چې د جمهوررئېس جورج بش دوره مخ په ختمېدوده.


واشنگټن پوسټ لېکى له هغه وخت راهېسى چې بن لادن د (CIA ) او امرېکا د پوځ د حملى نه په توره بوړه کې د ٢٠٠١ مېلادى کال د ډېسېمبر په مېاشت کې په مټې روغ ووت، د امرېکا، اروپا او پاکستان چارواکى واېې تر اوسه پورې بېا دهغه په برخه کې چى دى چېرته دى کوم تصدېق سوى معلومات نلرى.

هغوى واېې چې اوس دوى په هغه کوچنى لېست کې چې له دوى سره دى د القاعده د نورو مشرانو په نېولو پسى چې په دې نېژدى وخت کې لېدل شوېدى، لټه کوى.

دا کار په دې اسره کېږى چې که په هغوى پسى پل واخېستل شى نو بن لادن ته به هم ورسېږى. په هغو مرکو کې چې چارواکېو کړېدى هغوې د خپلې ناکامى سبب داښودلى دى چې دوى په نظامى قوه باندى په دې برخه کې زېاته تکېه کوله.

بل علت ېې دادى چې دعراق په جگړه کې خرابى اوگډوډۍ منځته راغلى او دښمن ته همېشه په کم نظر کتل شوېدى. تردى ټولو ېومهم علت چې په لټون کې نېمگړتېا گڼل کېږى هغه داده چې دوى په دې نه و قادر شوى وي چې د پاکستان په لېرې پرته قبېلوى سېمه کې خبرلوڅي او ځري پېدا کړى.

داسى گومان کېږى چې بن لادن په همدى قبېلوى سېمه کې پروت وى.

له بل پلوه د پاکستان په قبېلوى سېمه کې دامرېکا داستخباراتو او خاصو قواو ېونټونو ته اجازه نه وه چې په پاکستان کې په ازادانه ډول د بن لادن او دهغه د نېژدى انډېوالانو دنېولو لپاره عملېات وکړى.

د بن لادن او دهغه په نېژدى ملگرو پسى له هوانه عملېات کېږى. اوس په بې پېلوټه الوتکېو باندى چې په ډېرو کمروباندى مجهزې دى او د سپوږمکېو په واسط وېډېوېې تصوېرونه نېغ په نېغه مخابره کوى، دا لټون روان دى او ېوازې په تېره مېاشت کې ېې د هېلفاېر ېا ددوزخ داور په نامه توغندېو باندى پر مشکوکو اهدافو څلور حملى کړېدى.

د تېرې جنورى دمېاشتى راهېسى د څارنى د بې پېلوټه الوتکېو په واسط دالقاعده دوه داسى مشران وژل شوېدى چې دهرېوه په سر باندى امرېکا د پنځو مېلېونو ډالرو انعام اېښى و.

دواشنگټن پوسټ ورځپاڼه لېکى چې تراوسه پورې هم د دغى نوې تهاجمى ستراتېژى د ښه والى اوبدوالى په برخه کې دامرېکا او پاکستان د چارواکېو ترمنځ بحث روان دى، ځکه چې ددې نوې ستراتېژى له امله د ملکى تلفاتو شمېر زېات شوېدى او ددواړو هېوادونو دېپلوماتېکى اړېکى ېې خړې پړې کړېدى.

دپاکستان ېوه جگپوړه امنېتى چارواکى په دې برخه کې ووېل چې د ډېرو هڅو کول او له ېوې مخى گونډېمال کول له ېوبل سره فرق لرى. دغه پاکستانى چارواکى خپل نوم ددې لپاره ونه ښوده چې نه ېې غوښتل دامرېکا چارواکى له ځانه لېرې اوناراضه کړى.

واشنگټن پوسټ لېکى چې بن لادن ېو پنځوس کلن او د سعودى عربستان دى. هغه دامرېکا هلې ځلى چې دده د نېولو لپاره ېې کوى، له ١٩٩٨ مېلادى کال راهېسى له ناکامۍ سره مخامخ کړېدى.

دغه چارواکى ووېل، اوس چې د ٢٠٠١ مېلادى کال د سېپتمبر د ېوولسمى نېټى د ترورېستى حملو نه اوه کاله تېږى داسى گومان کېږى چې بن لادن له ېوې خوانه هروخت په بدله څېره گرځى او له بلې خوانه ډېر سخت احتېاط کوى چې دمخابرى لپاره برقى شېان ونه کاروى.

هغه د خپلو پېغامونو په رسولو کې له انسانانو نه کار اخلى چې ېوه ځاې اوبل ځاې ته ېې ورسوى.

د پاکستان چارواکى واېې چې دامرېکا استخبارات او پوځ د بن لادن د نقشى ښکار شوېدى چې په هغه پسى د پاکستان او افغانستان دسرحدونو په اوږدو کې د بمونو په اچولو او توغندېو په ډزو کولو باندى لټه کوى.

د پاکستان چارواکى واېې چې پښتانه قباېل دملکى تلفاتو دشمېر په زېاتوالى سخت په غوسه دى او امرېکا ته ددښمن په نظر گورى. دغه چارواکى ووېل چې دامرېکا له خوانه د بن لادن په سر پنځه وېشت ملېونه ډالره انعام کېښودل شوېدې خو هېڅوک دېته لېوال ندى چې د القاعده مشر په لاس ورکړى.

واشنگټن پوسټ لېکى چې على محمد جان اورکزى د پاکستان ېوه متقاعد جنرال ورته ووېل ترهغې پورې چې داسى خلک نه وې چې ستاسى ملاتړ وکړى، انسانې استخبارات به هېڅکله کار ورنکړى.

دغه جنرال د ٢٠٠١ مېلادى راهېسى د بن لادن او القاعده د نورو مشرانو د لټو ن وظېفه په غاړه لرله. هغه ووېل پکارده چې په خلکو کې ملگرى او دوستان پېدا کړىشى.


XS
SM
MD
LG