د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د څار او همکارۍ مشترکې ډلې غونډه وکړه


پر امریکا باندې د سیپتمبر د یوولسمې تروریستي بریدونو وروسته د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو په افغانستان کې د طالبانو رژیم نسکور کړ، او له هغه وروسته نړیوالې ټولنې د افغانستان د اردو او پولیسو د روزلو ترڅنگ د هیواد په بیا رغاونه هم لاس پوری کړ.

د افغانستان د څار او همکارۍ مشترکه ډله یا جۍ سي ام بي چې د افغانستان لپاره د م م ځانگړی استازی یې مشري کوي نن یې خپله نهمه غونډه جوړه کړی وه.

د غونډې اصلي خبرې دا وی چې د افغانستان اردو د اویا زرو نه یو سلو څلور دیرشو زرو ته توسعه پیدا کړي، د افغانستان سره د نړیوالو مرستو موثریت او د دی هیواد سره د نړیوالو ټولنو په همغږي کولو کې مرسته وشي.

ددی کنفرانس په ترڅ کې په افغانستان کې د بشري وضعیت علاوه د انتخاباتو مسله هم وڅیړل شوه.

پدی کنفرانس کې د کابینې د وزیرانو بهرنیو میلمنو علاوه جمهور رئیس حامد کرزي هم برخه اخستې وه. د یادولو وړ ده چې تیره غوډنه په توکیو کې ترسره شوی وه او کال ته به ددی غونډې کوربه توب هندوستان په غاړه ولري.

XS
SM
MD
LG