د لاس رسي وړ اتصالات

9/11 تروریستي بریدونه - خاص نیوزیوم گالری


اوه کاله مخکی امریکا په خپل تاریخ کې د لمړي ځل لپاره د تباه کوونکو تروریستي بریدونو سره مخ شوه.

خبري رسنیو د ٢٠٠١ کال د سیپتمبر په یوولسمه د مختلو بریدونو منعکسولو لپاره په نه ستړی کیدونکی توگه او کله نا کله په قهرمانانه ډول ژوندۍ خپرونې پیل کړې.

دا خپاره شوي رپوټونه اوس ټول د واشنگټن په نیوزیوم گالری کې ساتل شوي دي. نیوزیوم هغه موزیم دی چې د ژرونالیستیکي فعالیتونو ته ځانگړی شوی.

د سیپتمبر په یوولسمه سهار مهال ترهگرو تجارتي الوتکی وتښتولې او پر امریکا یې د وسلو په توگه استعمال کړې.

د نیوزیوم د نندارې د څانگې مشره کاتي تروس وایې چې په هغه ورځ په نیویارک ښار کې خبریالانو په نه ستړي کیدونکي توگه خپل رپوټونه جوړول، په داسې حال کې چې مبایل تلیفونونو کار نه کاوو، لیني تلیفونونه هم په مشکل رخ کیدل.

ترانسپورتي سیستم بلکل په ټپه دریدلی و، او انټرنټ هم خراب شو. او په لږ وخت کې ښار ته راتلونکی ټولې ترانسپورتي ځمکنۍ او هوایې کرښی بندې شوی. حتی په ټول هیواد کې پروازونه بند شوو.

د هغې په وینا پدی ورځ د رپوټ جوړول یو له ستونزمنو کارونو څخه و.

XS
SM
MD
LG