د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران په جنوبي برخو کې زلزلې ٣ تنه وژلي


د ایران حکومتي تلویزیون خبر ورکړی چې یوه سختې زلزلې د ملک په جنوبي برخو کې لږ تر لږه ٣ تنه وژلي او له شلو زیات کسان یې زخمي کړي دي.

د سیمې چارواکي وايي، دغې زلزلې د بند عباس پا ساحلي ښار کې ډیرو ودانیو ته تاوان رسولی دی. دوی همدارنگه ویلي چې له اصلي زلزلې وروسته تقریباً لس نورې جټکې هم محسوسې شوي دي.

د امریکا د جیولوجۍ ادارې دغه زلزله د ریختر په اندازه شپږ اعشاریه یو درجې تخمین کړې ده. دغه زلزله په متحده عربي اماراتو کې هم احساس شوې او د دبۍ د ښار اوسېدونکو ته یې اندیښنې پیدا کړي دي.

په ٢٠٠٣ کال کې یوې زلزلې د ایران د بم په ښار کې شاوخوا ٣١ زره انسانان ووژل.

XS
SM
MD
LG