د لاس رسي وړ اتصالات

د امرېکا او پاکستان چارواکى د بن لادن د نېولو لپاره 'په خپلو تاکتېکو کې بدلون راولى'


د امرېکا ېوه ورځپاڼه لېکى چې د امرېکا او پاکستان چارواکى د القاعده د مشر اسامه بن لادن د نېولو لپاره په خپلو تاکتېکو کې بدلون راولى. هغوى په دې برخه کې د بې پېلوټه استخباراتى الوتکېو استعمال د پاکستان په لوېدېځو قبېلوى برخوکې زېات کړېدى.

واشنگټن پوسټ نن د چارشنبى په ورځ لېکى چې اوس دوى د القاعده د نورو مشرانو په نېولو پسى چې په دې نېژدى وخت کې لېدل شوېدى، لټه کوى. دا کار په دې اسره کېږى چې که په هغوى پسى پل واخېستل شى نو بن لادن ته به هم ورسېږى.

واشگنټن پوسټ لېکى چې د هغو توغندېو شمېر چې له بې پېلوټه الوتکېونه خپل اهداف ولى سږکال تقرېبا درې چنده شوېدى. د پاکستانى چارواکېو له قوله د ٢٠٠٧ مېلادى کال په پرتله چې ددغو توغندېو درى برېدونه شوي وو سږکال تر اوسه پورې د بې پېلوټه الوتکېو له خوانه د هېلفاېر توغندېو ېوولس برېدونه شوېدى او دا دتېر کال په نستب درې چنده دى.

ورځپاڼه لېکى چې دا حملى دهغې نوې ستراتېژى برخه دى چې مقصد ېې دالقاعده دمرکزى قوماندى فلج کول دى.

د بش ادارې سمدلاسه په دغه رپوټ تبصره نده کړى. خو د سپېنى ماڼى نطاقې ډانه پرېنو ووېل چې د بش ادارى د بن لادن د نېولو او ېادهغه د پلوېانو دنېولو هلې ځلى ندى ترک کړى.



XS
SM
MD
LG