د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې ځانمرگي دوه تنه وژلي


افغان چارواکي وايي، د کندهار په ښار کې په یوې ځانمرگې حملې کې لږ تر لږه دوه تنه وژل شوي دي.

چارواکي وايي، یوه ځانمرگي حمله کوونکي نن خپل د چاودېدونکو موادو ډک موټر د یوې شخصي امنیتي کمپنۍ د موټرو پر کاروان ور وست. په چاودنه کې دوه ملکي ځلک چې د سرک څنگ ته پیاده روان وو، وژل شوي او څو تنه نور زخمي شوي دي.

تر اوسه چا ددې پیښې مسئولیت ندی اخیستی.

XS
SM
MD
LG