د لاس رسي وړ اتصالات

د 9/11 پېښې - د کرزی مطبوعاتی کنفرانس


د افغانستان جمهور ریس، حامد کرزي نن په کابل کې یو خبري کنفرانس ورکړی او پدغه خبري کنفرانس کې یې د سپټمبر دپېښې د ورځې او پاکستان ته د هغه د وروستي سفر په اړه خبریالانو ته معلومات ورکړي.

د افغانستان جمهور ریس حامد کرزي نن د ارګ په ماڼۍ کې یوه خبري کنفرانس ته په امریکا کې د سپټمبر د یوولسمې پېښې اووه کاله را وروسته د هغه په مشرۍ د افغانستان د بریالیتوبونو د یادونې ترڅنګ وویل چې پدغه موده کې یې له زیاتو ستونزو سره هم لاس او ګریوان وو.

ولسمشر کرزي وویل چې اداري فساد او پدی موده کې د نړیوالو ځواکونو په مټ پيښ شوي ملکي تلفات یې تر ټولو غټې ستونزی وې.

جمهور ریس کرزي پاکستان ته د خپل سفر په اړه وویل چې دغه هیواد د نوي ولسمشر آصف علي زرداري د ټاکنې د دسوګند د مراسمو د ګډون په مهال یې د پاکستان نوی ښه نیت د افغانستان په اړه لېدلی.

ولسمشر کرزي پدی خبري کنفرانس کې د امریکا د متحدو ایالاتو د جمهور ریس جورج بوش هغه وروستی تصمیم چې افغانستان ته به اضافي سرتیري استوي هم هرکلی وکړ وی ویل چې له دغو سرتېرو دی په هغه ځایونو کې کار واخېستل شي چېری چې زیات موثر وي.

ولسمشر کرزي دا ډول د تروریزم په وړاندی د متحدو ایالاتو د نوی استراتېژۍ د عملي کولو هم هرکلی وکړ وی ویل چې دا ستراتېژي دی په هغو ځایونو کې زیاته عملي شي چې په وینا یې د ترورستانو پټنځایونه بلل کېږي.

XS
SM
MD
LG