د لاس رسي وړ اتصالات

افغان مشکوک قاچاقچي په امریکا کې محاکمه کیږي


د افغانستان یو قومي مشر پرون د پنجشنبې په ورځ په نیویارک کې په دې تور محاکمه شو چې امریکا ته یې د ٥٠ میلیونو ډالرو په اندازه هیروین قاچاق کړي دي.

امریکايي څارنوالانو پر بشر نورزي باندې تور لگولی چې په افغانستان کې یې د هیروینو د قاچاق یوه شبکه لرله چې د طالبانو ملاتړ هم ورسره و.

څارنوالانو همدارنگه پر نورزي تور لگولی چې له طالبانو سره یې مرسته کړې ده او په بدل کې یې د خپلې شبکې لپاره د هغوی ملاتړ را جلب کړی دی.

مدافع وکیلان وايي، ښاغلی نورزی د امریکا ملگری و او په ٢٠٠٥ کال کې یې ددې لپاره امریکا ته سفر وکړ چې له امریکايي قواوو سره خپله مرسته اعلان کړي.

د نیویارک د ښار مقامات وايي، مخکې له دې چې بشیر نورزی د هیروینود قاچاق په تور ونیول شي، له هغه نه ١١ ورځې تحقیق روان و.

XS
SM
MD
LG