پولیس وايي، د لوگر والي عبدالله وردک له درې نورو کسانو سره د سرک د غاړې د بم په چاودنه کې وژل شوی دی.
دغه چاودنه نن د شنبې په ورځ د کابل ښار ته نږدې د پغمان په ولسوالۍ کې شوې او طالبانو یې مسولیت اخیستی دی. په پیښه کې د والي عبدالله وردک موټروان او دوه محافظین هم وژل شوي دي.
ددغه سیمې د پولیسو قومندان، مصطفی خان وايي، والي لوگر ته روان وو چې د خپل کور سره نږدې پرې بم وچاودېدو. پولیس وايي، دا په وروستیو میاشتو کې د لوگر پر والي باندې دوهمه حمله ده چې
ښاغلی وردک د جمهور رئیس کرزي د حکومت په لومړۍ دوره کې په کابینه کې د وزیر په توگه هم دنده تر سره کړې ده.
دا په وروستیو کلونو کې دوهم والي دی چې وژل کیږي.
له بلې خوا، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، درې تنه په دې تور نیول شوي چې نړیوالو عسکرو ته یې غلط رپوټ ورکړی و او له آمله یې د هرات د شینډنډ د ولسوالۍ د غزیزآباد پر کلي باندې بمباري وشوه.
د افغانستان او ملگرو ملتونو چارواکي وايي، په دغو بمباریو کې ٩٠ تنه وژل شوي وو چې ډیری یې ماشومان وو.