د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پوځ: باجوړ کې مو په لسگونو تندروان وژلي


د پاکستان پوځي مقامات وايي، د باجوړ په عملیاتو کې یې په تیرو درې ورځو کې په لسگونو تندروان وژلي دي.

دوی وايي د پنجشنبې د ورځې راهیسې، لږ تر لږه دوه عسکر او ٦۴ تندروان وژل شوي دي.

په زرگونو سیمییز خلک د روانو جگړو له آمله بې ځایه شوي دي. د جمعې په ورځ د سره صلیب خیریه ټولنې وویل، نږدې ٦٠ زرو بې ځایه شویو ته د عاجلو کمکونو د رسولو لپاره مرستې ته ضرورت لري.

د جمعې په ورځ، د پاکستان صدراعظم یوسف رضا گیلاني په شمالي وزیرستان کې د توغندیو هغه حمله رد کړه چې فکر کیږي امریکايي قواوو به کړې وي. گیلاني وویل چې په دې اړه به په ډیپلوماتیکه سطحه له امریکايي مقاماتو سره خبرې کوي.

XS
SM
MD
LG