د لاس رسي وړ اتصالات

په نوي ډیلي کې چاودنو ١٨ تنه وژلي


پولیس وايي، د هند په پایتخت نوي ډیلي کې په پنځو پرله پسې چاودنو کې لږ تر لږه ١٨ تنه وژل شوي او په لسگونو نور زخمي شوي دي.

چارواکي وايي، نن د شنبې په ورځ دغه چاودنې د څو دقیقو په تفاوت په ښار کې د خلکو نه په ډکو مارکیټونو کې شوي دي. د چاودنو له آمله لږ تر لږه ٥٠ تنه زخمي شوي دي.

پولیس وايي، دوه بمونه یې له چاودېدو مخکې شنډ کړي دي.

د نوي ډیلي ښاروال، آرټي مهرا له خلکو غوښتي چې په خپلو کورونو کې پاتې شي او امن وساتي.

د هندي مجاهدینو په نامه یوې اسلامي ډلې ددغو چاودنو مسئولیت اخیستی دی. دغه ډلې د جولای په میاشت کې د گجرات په لویدیځ ایالت کې د هغو چاودنو مسئولیت هم پر خپله غاړه اخیستی و چې ۴٥ تنه پکې وژل شوي و.

XS
SM
MD
LG