د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو دوه ډاکټران ووژل شول


د افغانستان چارواکی وایی چی د موټر بم په چاودنه کی دوه ډاکتران چی د ملگرو ملتونو لپاره یی کار کاوه وژل شوی دی.

دغه چارواکی زیاتوی چی دغه حمله نن هغه وخت وشوه چی د ملگرو ملتونو د موټرو قطار د پاکستان سرحد ته نژدی د سپین بولدک په لوری روان ؤ.

دغو دوو ډاکترانو د ملگرو ملتونو د نړیوال روغتیایی سازمان لپاره کار کاوه او غوښتل یی چی د پولیو یا د ماشومانو د گوزڼ د واکسین لگولو لپاره سپین بولدک ته ولاړ شی.

که څه هم تر اوسه پوری لا معلومه نه دی چی دا حمله چا کړی ده ،خو په دی سیمه کی یاغی طالبان فعال دی او اکثرآ په افغان او خارجی قواوو حملی کوی.

یاغیانو د شنبی په ورځ د غزنی په ولایت کی لږترلږه اوه پولیسان ووژل.

په یوه بله جلا پیښه کی د شنبی په ورځ د لوگر والی عبدالله وردگ د دریو کسو نورو سره د بم په چاودنه چی د ریموټ کنټرول په واسطه کنټرولیده ووژل شو.

د لوگر دامنېې قوماندان جنرال مصطفى خان ووېل چې والى عبدالله وردگ کار ته راروان چې د پغمان په سېمه کې ېې تر موټر لاندى ېوبم وچاودېده.

په دغه چاودنه کې دهغه موټر وان او ساتونکى ووژل شول. ېاغى طالبانو ددغې چاودنى مسوولېت په غاړه اخېستىدى. رپوټ واېې چ وردگ د طالبانو د رژېم چې په ٢٠٠١ مېلادى کى له قدرت نه وغورځول شو مخالف و.

XS
SM
MD
LG