د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د عافيې صدیقي زوی پاکستان ته وسپاره


د افغانستان چارواکي وايي، د عافیې صدیقي کوچنی زوی پاکستان ته سپارلی دی. عافیه صدیقي دا وخت د القاعده له شبکې سره د تړاو په تور د امریکا په قید کې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن اعلان وکړ چې علي حسن یې پاکستاني چارواکو ته سپارلی او د پاکستان حکومت وايي، دغه هلک به خپلې کورنۍ ته وسپاري.

عافيه صدیقي په تیر جولای کې د افغانستان د غزني په ولایت کې ونیوله شوه چې دغه ١٢ کلن ځوی یې ورسره و. له هغه راهیسې علي حسن په افغانستان کې قید و.

عافیه صدیقي په غزني کې له نیول کېدو مخکې، له ٢٠٠٣ کال راوروسته له خپلو دریو بچو سره لادرکه شوې وه. د هغې د دوو ماشومان درک لا تر اوسه ندی معلوم.

څارنوالان وايي، امریکايي چارواکو په افغانستان کې غوښتل د عافیې صدیقي نه تحقیق وکړي، چې میرمن صدیقي د یوه امریکايي عسکر ټوپک واخیسته او ډزې یې وکړې. وروسته د یو یوه عسکر په ډزو کې هغه زخمي شوه.

د عافیې صدیقي مدافع وکیل وايي، داسې اسناد نشته چې له ترهگرئ سره د میرمن صدیقي اړیکې وښيي. خو څارنوالان وايي، له هغې سره داسې اسناد نیول شوي چې د چاودېدونکو موادو د جوړولو طریقې او د امریکا د مارکیټونو نقشې وې.

XS
SM
MD
LG