د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار - د پښتنو د شاهی کورنیو، جنگ سالارانو او د برټانیې او روسیې په مقابل کی د مقاومتونو مرکز


د اېشیا ټایمز ورځپاڼی لیکلي دي چی کندهار د ډېره وخته راهیسی د پښتنو د شاهی کورنیو، جنگ سالارانو او د برټانیې او روسیې په مقابل کی د مقاومتونو مرکز دی. او کله چی د ١٩٩٠ په لسیزه کی طالبان د عمل او قدرت صحنی ته را ووتل نو د هغوی روحانی مرکز هم کندهار وو.

ورځپاڼه وایی پر متحده ایالاتو باندی د سپټامبر د یوولسمی د ټروریسټی حملو څخه اوه کاله وروسته اوس هم د طالبانو تحریک د کندهار د هغو قبایلو له خوا رهبری کېږی چی وایی د اسلامی ورور ولۍ او پښتونولۍ دپاره قربانۍ ورکوی.

د ایشیا ټایمز ورځپاڼه وایی چی د طالبانو د خارجه وزیر مرستیال او خارجه وزیر ملا عبدالجلیل دغی ورځپاڼی ته په یوه اختصاصی مرکه کی وویل چی په دې کی شک نسته چی طالبان پر افغانستان باندی د ناټو د قواو له امله لوېدیځی نړۍ ته ډېر په غوسه دي، مگر زموږ جنگ یوازي د ملی مقاومت شکل لری او یوازي په افغانستان کی د اشغالگرو قواو پر ضد جنگېږو.

ملا جلیل وویل چی دی هم لکه خارجه وزیر متوکل په افغانستان کی د القاعده له فعالیتونو څخه راضی نه وو، مگر په دې باره کی د نورو سوالونو په مقابل کی یې وویل چی بهتره ده پر دې جنجالی موضوع ډېری خبری ونه کړو.

خو ده وویل چی عربان له طالبانو څخه توپیر لری . که دوی د لوېدیځو هیواودنو پر اهدافو باندی د حملو ادعاوی کوی نو دا د دوی کار دی او دوی یې په مستقله توگه کوی.

د ایشیا ټایمز ورځپاڼه وایی ملا جلیل وویل چی طالبان له نورو هیوادونو سره غرض نه لری او یوازي له خپلی خاوری څخه دفاع کوی، مگر کله چی پوښتنه ورڅخه وسوه چی د هغوی یو وژل سوی قوماندان ملا داد الله د پاکستان د طالبانو د مشر بیت الله محسود او د القاعده د غړو سره تماس درلود او هر وخت به یې ویل چی د ناټو څخه د افغانستان د ژغورنی یوازینی لاره دا ده چی پر لوېدیځو هیوادونو باندی حملې زیاتی سی. نو اوس دی دروغ وایی او که دده ملگري.

ملا جلیل وویل چی دروغ هیڅوک نه وایی بلکه د ملا داد الله په څېر ځینی احساساتی کسان سته چی کله کله دغه راز تبصرې او ویناوي کوی مگر دا د طالبانو د عمومی پالیسی سره توپیر لری.

د ایشیا ټایمز ورځپاڼه د ملا جلیل له قوله لیکی چی طالبان د اشغال گرو قواو سره په جگړه کی یوازي نه دی، بلکه د کندهار، زایل، هلمند او اوروزگان په سلو کی نیوی خلک د دوی ملگري دی.

ملا جلیل وویل چی اوس حاضر زموږ قواوی په کابل کی دي. په میدان شهر کی، په سروبی کی، په ننگرهار کی او کابل ته په نیژدې سیمو کی زموږ قواوي فعالیت کوي، خو پر کابل باندی د حملې پلان ځکه نه لرو چی زموږ په لاس کی وسایل نسته.

د ایشیا ټایمز ورځپاڼی خبریال لیکی کله چی می له ملا جلیل څخه پوښتنه وکړه چی ستاسی او د امریکا او یا برټانوي قواو ترمنځ کله خبری سوي دي کنه.

ده وویل چی موږ هیڅ وخت له هغوی سره خبری نه دي کړي او دا چی څه وخت مخکی ملا عبدالرزاق د امریکا او ملا منصور دادالله د سی آی اې سره خبری کړي دي دا کار یې د کالبانود پالیسی په خلاف کړی دی.

ملا عبدالرزاق یو کال مخکی بیرته له طالبانو سره یو ځای سوی او ملا منصور دادالله موږ شړلی دی.

خبریال وایی کله چی می له ملا جلیل څخه د یوه عکس غوښتنه وکړه نو هغه وویل چی موږ عکسونه نه اخلو او دا زموږ د بري یو راز دی. موږ عکسونه نه اخلو چی خلک مو نه پېژني او کولای سو چی په پاکستان او د افغانستان په ځینو برخو کی ازاد وگرځو.

دغه راز په افغانستان کی د اروپایی اتحاد پخواني استازي فرانسیس وانډریل د بی بی سی ټلوېزونی خپرونی ته په یوه مرکه کی ویلي دي چی په افغانستان کی له بده مرغه ډېر اشتباهات سوي دي او وې ویل چی په هغه هیواد کی باید تر هرڅه مخکی د اداری فساد د له منځه وړلو دپاره کار وسی.

ښاغلي وانډریل د بی بی سی د ټلوېزیونی خپروني د دې پوښتنی په جواب کی چی ایا لوېدیځ هیوادونه په افغانستان کی د سولی د ټینگولو دپاره یوه منظمه ستراتیژی لری کنه ده وویل چی نه.

تر څو پوری چی په امریکا کی د بوش حکومت وي د افغانستان په برخه کی پالیسی تغیر نه کوی. دوی ځکه تغیر په خیال کی نه لری چی دوی غواړی اوس هم نړۍ ته وښیی چی په افغانستان کی د دوی پالیسی بریالۍ ده.

ښاغلي وانډریل وویل چی د افغانستان په برخه کی یوازي د امریکا نه بلکه د ټولی لوېدیځی نړۍ پالیسی باید تغیر وکړي ځکه څه چی موږ یې اوس کوو هغه موږ د بري پړاو ته نه رسوی.

ده وویل زه نه وایم چی موږ ناکامېږو، بلکه په خواشینی سره وایم چی ډېری زیاتی غلطی مو کړي دی.

ښاغلي وانډریل د بی بی سی ټلوېزیونی خپروني ته وویل د مثال په توگه په بمباریو کی ډېر زیات ملکی خلک وژل سوی دي او دې تلفاتو زموږ څخه خلک خپه کړي دی. په کال ٢٠٠٢ کی افغانانو موږ ته د ژغورونکو په سترگه کتل او اوس هغوی موږ ته د شریرو انسانانو په سترگو گور

XS
SM
MD
LG